اسلام آباد 28 جول??ئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په هېواد كښې امن راوستلو او د ترهګرې په ضد كمپائن كښې شهيد شويو د امنيتي ادارو افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خوږ وطن دفاع لپاره د امنيتي ځواكونو ځوانان هره ورځ د خپل ژوند قرباني وركوي۔ ده ووئ??ل چې د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو د خپلو قربانيو د لارې په هېواد كښې د ترهګرې هغ?? ناسور ختم كړې چې چا ئې تصور هم نه شو كو??ې۔ ده ووئ??ل چې دا د امنيتي ځواكونو د قربانيو نتيجه ده چې نن د هېواد د امن په اړه د نړيوالې ټولنې او ادارو اعتماد بحال كېږي۔ ده ووئ??ل چې پاكستان په سفارتي مېدان چې كله هم كاميابي ترلاسه كړي نو دښمن په پاكستان كښې د ترهګرې نه كار اخلي۔ ده ووئ??ل چې د ترهګرې اوسنې پېښې هم د دښمن لخوا د وزيراعظم عمران خان د امريكې د كاميابې دورې غبرګون دے۔