اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) ?? اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاكستان دوره يو ګ??م چېنجر او د ځانګ??ي نوعيت ده٬ وزیراعظم عمران خان به خپله په هوائي مېدان د سعودي د ولي عهد هركلے كوي٬ د سعودي لخوا به پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كېږي ٬ پاكستان په مېنځني ختيز كښې مفاهمتي كردار لري٬ په خارجه پاليسۍ كښې مونږ د يو شمېر كاميابيو څخه جولۍ ډكه كړې٬ افغانستان كښې امن لپاره پاكستان مهم كردار لري٬ د ??ال??انو خبرې اترې به پاكستان كښې كېږي٬ د شهباز شریف ضمانت بې ګناهي نه ده٬ بايد نېب د شهباز شريف ??مانت چېلنج كړي٬ نېب له به دې ته كتنه كول وي چې څوك چې نيسي انجام ته ولې نه رسولې كېږي٬ د شهباز شريف ??مانت سره به منفي تاثر لاړ شي٬ زمونږ جنګ د نظام په ضد دے٬ وفاقي كابينې په اوسني دور كښې په شپږو مياشتو كښې د كابينې په 26 غونډو كښې 440 پرېكړې كړې دي ٬ كابينې په صنعتي زونز كښې د ګاز او برېښنا وركړې ٬ د پي اېس او بورډ٬ د پمز بورډ٬ د زرعي ترقياتي بانك د چيئرمېن ټاكنه ٬ د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن بحالۍ لپاره د اصلاحاتي پروګرام منظوري او د ګودار پورټ اتهارټۍ چيئرمېن د ټاكنې منظوري وركړې ده ٬ د سوشل میډیا په ناوړه استعمال كاروائۍ به روانې وي۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ووئيل غونډه كښې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې پحقله د تيارو تفصيلات او د جزئیات پرېكړه وشوه۔ وزیراعظم د غونډې په پېل كښې د ولي عهد دورې پحقله خبرو كښې ووئيل دا دوره د يو ګ??م چېنجر حېثيت لري او په اسلامي نړۍ كښې د پاكستان مقام واضح كوي۔ وزیراعظم دبئۍ كښې په منطقه او افغانستان كښې د امن خبره كړې او وئيلي ئي دي پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو غوره هېواد دے٬ د سعودي ولی عهد د پاكستان دوره د ځانګ??ي نوعيت ده او اوسنې حكومت چې كله نه په اقتدار كښې راغلې نو د خارجه پاليسۍ په اړه ئې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ، د ذوالفقار علی بھټو په دور كښې د اسلامي مرستې تنظيم غونډې نه پس په مېنځني ختيز كښې د پاكستان اهميت ډېر زيات دے او دا مهال پاكستان يو مفاهمتي كردار لري٬ ده ووئېل مونږ د خلقو زړونه روغوٶ او د هېواد په حېث د پاكستان احترام زيات شوې ٬ د افغانستان پحقله د پاكستان د كردار ستائنه روانه ده٬ د دوو لسيزو راهسې هلته تشدد ٬جنګ او د ناامنۍ صورتحال ٶ۔