د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوری كوئټه كښې غونډې ته وينا
کوئټه 06فروری(اے پی پی) د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوری وئيلي دي د وزیراعظم عمران خا?? په مشرۍ كښې به بلوچستان د پرمختګ پلو روان شي او صوبه به د نورو صوبو سره يو ب??اب?? كړې شي، د خپلې سيمې تعلیمی ادارو ،روغتونونو او د څښلو پاكو اوبو مسئلو لپاره د وفاقی وزيرانو پشمول ټولو چارواكو سره پرله پسې په تماس كښې يم ،د وګړو باور پوره كولو له به هر ډ??ل ګامونه پورته كولې شي۔ ده دا خبرې دیبه كلې كښې د پاکستان تحریك انصاف لارښود بسم اللہ آغا په كور كښې غونډې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔قاسم خان سوری ووئيل وفاقی حکومت په اولسي خذمت او د هغوي د مسئلو پھ حل ك??لو باور لري، د تير وخت غلطو اقداماتو پھ وجه د هېواد اقتصادی حالت خراب شوې خو د وزیراعظم عمران خان مثبت سوچ او ویژ?? په سوب به ډير زر د پاکستان اقتصادی حالت ښه شي، ده ووئېل په دې لړ كښې ملګرو هېوادونو د بشپړه مرستې باور راكړې۔ده ووئيل د کوئټې وګړو په غوښتنه وفاقی کابینې په وړومبي ځل کوئټې څخه نيغ پھ نيغه حجيانو له د پروازونو پېل ك??لو پريكړه كړې او دې سره به د بلوچستان حاجیانو لپاره د حج ادا كولو په لړ كښې اسانۍ تر لاسه كېدو سرد وخت هم بچت شي