اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) په ټول هېواد كښې د نهې ورځ كشمير س??ه د يووالې ورځې په توګه په بشپړه ډول ولمانځلې شوه۔ په دې مهال هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ ټول سركاري او كمرشل بانكونه او نورې سركاري او نيم سركاري ادارې بندې وې۔ د اے پي پي ترمخه اولس مشر ډاكټر عارف علوي كشمير س??ه د يووالي په موقع سهار د ??زا?? كشمير پلازمينې مظفر آباد ته ورسېدو۔ ده كشمير س??ه د يو والۍ ورځې په لړ كښې خاص دستوره كښې ګډون وكړو او د ??زا?? كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته ئې خطاب هم ??كړو۔ دغسې په ایوان صدر كښې هم ??ه دې لړ كښې يو س??مينار وكړې شو كوم ته چې د اولس مشر په شمول مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔ ددې ورځې مناسبت سره په ټولو صوبائي ، ډویژنل، ضلعی، تحصیل او س??ی ھېډ کوارټرز كښې لاريونونه وويستلې شول چې مقصد ئې د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل او د كشميريانو د خپلواكۍ حق پلو ګرځول وو۔ په دې مهال د بېلو س??اسي ٬ ديني او مذهبي ګوندونو ترسېوري لاندې خاص سيمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مباحثې ٬ مذاكرې ٬ جلسې او جلوسونه وشول په كومو كښې چې ټولو مكاتب فكر س??ه تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ د هېواد نورو برخو په ډول پنډۍ او اسلام آباد كښې هم ??شميري اولس سره د يو والي څرګندونې له بېل پروګرامونه وكړې شول او د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل پلو وګرځولې شو۔ دې سره سره د انساني لاسونو زنځير هم جوړ كړې شو۔ وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې او په كوهاله پل د مقبوضه كشمير اولس د هڅو په حمايت كښې د لاسونو زنځير جوړ كړې شو۔ بلخوا په ډي چوك اسلام آباد كښې مركزي دستوره وشوه۔ ددې ورځې پېل د سحر لمونځ څخه وروستو د كشمير ??زا??ۍ ٬ د پاكستان استحكام ٬ د هېواد سلامتيا ٬ د اسلامي نړۍ سرلوړۍ ٬ د كشميري او پاكستاني اولس سوكالۍ ٬ په مستقل بنيادونو د امن په ځائې كېدو او د ورورولۍ ودې له خاص دعاګانو سره وشو۔ د نهې په ورځ په دې لړ كښې سهار 10 بجې ټولو لويو ښارونو كښې سائرن وغږولې شو او د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له يوې دقيقې له خاموشي اختيار كړې شوه