اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د شورو په ورځ ب??وچ??تان كښې د اوچ كالۍ په صورت??ال يو شمېر غړو خبرې وكړې او صوبه كښې د اوچ كالۍ په نتيجه كښې د څاورو مړه كېدو او اولس ته د پېښو مسئلو حل لپاره د اقداماتو په حاجت زور راوړلې شو او د حكومت لخوا ايوان ته ووئيل شول د ب??وچ??تان د اوچ كالۍ د صورت??ال په اړه صوبائي حكومت تفصيلات نه پس ??ه ايوان په باور كښې اخستلې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ب??وچ??تان څخه د قامي اسمبلۍ عړي مولانا عبدالواسع ووئيل ب??وچ??تان كښې د شپږو كالو راهسې بارانونه نه كېږي چې ??ه سوب ئې د اوچ كالۍ صورت??ال دے٬ څاروي مري او اوبه هم ختمېږي چې ??رې وفاقي او صوبائي واكمن هېڅ اقدامات نه كوي۔ د مسلم لیګ (ن) غړٶ احسن ??قبال‘ سردار ایاز صادق او د پیپلز ګوند غړي راجه پروېز اشرف هم په دې اړه خبرې وكړې او صوبه كښې د اوچ كالۍ له امله د پېدا شوو مسئلو حل لپاره ئې وفاقي حكومت ته د كردار ووئېل ۔ د پارلماني چارو وزير علي محمد خان ووئيل وفاقي حكومت د اوچ كالۍ صورت??ال جاج اخلي٬ پي ډي اېم اے هم كار كوي٬ په دې معامله به تفصيلي ځواب د ب??وچ??تان واكمنو څخه د تفصيلات ترلاسه كولو نه پس وركولې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل ب??وچ??تان او تھرپارکر كښې د قدرتي عواملو له امله صورت??ال خراب دے ٬ په صوبائي كچه ډيزاسټر مېنجمنټ لپاره يوه ډهانچه موجوده ده ٬ ب??وچ??تان كښې پي ډي اېم اے له هم خپل كردار لوبول پكار دې۔ ده ووئيل د اېن اېف سي اېوارډ له مخې 57 فيصده وسائل صوبو سره دي ٬ صوبې كه رېونيو اخلي نو د دې سره تړلې ذمه وارۍ دې هم بايد ترسره كړي۔ ده ووئيل ايوان له په ګډه د ب??وچ??تان اوچ كالۍ له امله د ځپليو مرستې لپاره طريقه كار جوړول پكار دي ٬ په دې معامله بايد پوائنټ سكورنګ ونه كړې شي