??سل??م آباد 10 دسمبر (ا?? پی پی) د وزيراعظم عمران خان په ??شر?? كښې د څو ساعتو نه د وفاقي كابينې په خاص روانه غونډه كښې د ټولو وزا??تو??و د كاركردګۍ جاج اخستلې كېږي۔د وزيراعظم د دفتر لخوا ماښام شپږ بجې جاري شوي بيان له مخې د بېلا بېلو وزا??تو??و د كاركردګۍ جاج اخستلو لپاره د وفاقي كابينې خاص غونډه د تېرو شپږ نيمو ساعتو نه روانه ده٬په غونډه كښې په هر يو وزارت كښې د خذماتو وركړې او د كفايت شعارۍ پالېسۍ خپلولو په لړ كښې په شوو اقداماتو او د سباؤن د پروژو په خاص توګه د هر يو وزارت د كاركردګۍ په لا ښه كولو خبرې كېږي۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې هر يو وزارت ته به عملدرآمد لپاره د پنځو كلونو د خاص ستراتېژېكي پلان تيارولو هدف وركولې شي چې دغسې كاركردګي زيات نه زياته بهتره كړې شي۔په غونډه كښې دا ډول د جاج اخستنې غونډه هر درې مياشتې پس د كولو پريكړه هم وكړې شوه چې دغسې د وزا??تو??و د كاركردګۍ جاج واخستلې شي او دا خبره باوري كړې شي چې د حكومت مجموعي كاركردګي په سم پلو روانه وي۔د دې اقداماتو بنيادي مقصد د پاكستاني وګړو د ژوند معيار لوړول دي۔له بلې خو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن لخوا په جاري شوي ??وېټ كښې وئېلي دي د 100 ورځو كاركردګۍ په اړه د وزيرانو بريفنګ د ګل په سهار 11 نيمې بجې پېل شوې او لا هم روان دې۔په ټوېټ كښې وئېلي شوي ??زيراعظم عمران خان چې كوم محنت٬صبر او تحمل سره د ټولو وزيرانو د كاركردګۍ جاج اخلي٬د يوازې د هغه خصوصيت دې٬په 100 ورځو كښې وزا??تو??و چې كوم كار كړې په تېرو لسو كلونو كښې د دې تصور هم نشو كېدلې