بيجنګ 04 نومبر (اے پي پي﴾نړيوالې ورځپاڼې ګلوبل ټائمز د ??زي??اعظم عمران خان د چين دوې په اړه په خپل يو آرټيكل كښې وئېلي دي چې ??زي??اعظم عمران خان د چين اوسنۍ وړومبۍ سركاري دورې په راتلونكو پنځو كلونو كښې د چين پاكستان مرستې د مضبوطولو بنياد اېښي٬چين او پاكستان سدا بهار د تزويراتي مرستې شراكتدار دي٬دواړه هېوادونه يو بل سره د ملاتړ او د نزدې مرستې د اوږدې مودې اړيكې لري او د دواړو هېوادونو اولس هم دې ته د زړه نه فوقيت وركوي۔په آرټيكل كښې وئېلي شوي دي چې سږ كال د جولائي په مياشت كښې عمران خان پاكستان مسلم ليګ(ن)او پيپلز ګوند ته ماتې وركړې او د هېواد ??زي??اعظم ټاكل شوې۔دې سره د دې دواړو سياسي ګوندونو د دريو لسيزو نه روانه سياسي غلبه خ??مه شوې۔په پاكستان كښې زيات اولس باور لري چې عمران خان انقلابي شخصيت دې۔ورځپاڼې ليك??ې دي چې د انتخابي كمپائن په مهال د عمران خان د انصاف او د بدعنوانۍ مخ نيوي نارو په لويه شمېره خلكو او په خاص توګه د هېواد ځوانان راغب كړې دي۔د چينائي اولس مشر شي جن پنګ سره په ملاقات كښې ??زي??اعظم عمران خان وئېلي دي چې هغه د غربت او بدعنوانۍ خاتمې لپاره د چين د تجربو څخه زده كړې كولو لپاره راغ??ې دې۔ددواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو ګڼ شمېر لوظ نامې او دستاويزات هم لاس ليك شوي دي۔عمران خان په شنګهائي كښې د چين د انټرنېشنل امپورټ ايكسپو اعزازي مېلما هم دې۔ورځپاڼې ليك??ې دي چې سي پېك د دواړو هېوادونو ترمينځه يوه لويه شريكه پروژه ده٬سي پېك اسلام آباد لپاره د لا غېر ملكي سرمايه كارۍ ترغيب لپاره مرسته كونكې پروژه كېدې شي۔د دې پروژې له مخې د توان په څانګه كښې د وړاندې نه لويې كاميابۍ ترلاسه كړې شوي دي۔ورځپاڼې ليك??ې دي چې د اصلاحاتو ضرورت دې او چين په دې لړ ??ښې هر ډول مرستې كولو ته راضي دې