لندن 25 اګست (اے پي پي﴾ اولس مشر ممنون حسېن د بدعن??ان عناصرو د احتساب او د بدعنوانې په ضد د اقداماتو كولو په ضرورت ټينګار وكړو۔ اولس مشر ممنون حسېن په لندن كښې په هوائي اډه پاكستاني خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې هغه په هېواد كښې د بدعن??ان عناصرو د احتساب په حق كښې دے۔ ده ووئيل چې دا د الله قانون دے چې كله ??وك په كومه بدعنوانې كښې ككړ وي يا په سمدستي توګه يا ناوخته د جرم په تحقيقاتو نيول كېږي۔ د اولس مشر هركلې په برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر صاحبزاده احمد خان په هوائي اډه وكړو۔ اولس مشر د برتانيې دورې په ??ړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې هغه په اېډن برګ كښې د رائل كالج آف فزيشنز په بلنه ??اغلې۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د بدعن??ان عناصرو احتساب بايد ضرور وشي خو بايد دا عمل په ايماندارې سره د ټولو په ضد ترسره شي۔