اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي هند بايد د ملګرو ملتونو د يو ذمه وار غړي په حېث د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كښې ?? لاس وهنې نه ډډه وكړي٬ نوے ډيلي كښې ” د فري بلوچستان دفتر” د قيام پاكستان په ضد د هند د ناوړه عزائمو عكاسي ده٬ د كلبهوشن ياديو پحقله د پاكستان كېس مضبوط دے٬ بلوچستان كښې ?? هندي لاس وهنې شواهد به ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو له وركوٶ٬ د ملګرو ملتونو لخوا په مقبوضه كشمير كښې ?? بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پحقله د هيومن رائټس كونسل د ر??پور توثيق د پاكستان د خارجه پاليسۍ د ټولو لويه كاميابي ده ٬ ټول ټاكنې به په وخت كېږي٬ د هند ميزائل پروګرام څخه د منطقې امن او استحكام ته خطر دے او د نوي ډيلي دفاعي تياريو څخه به منطقه كښې ?? وسلې نوې زغل پېل شي٬ پاکستان خپلې دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دے۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره وياند د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو د كېس پحقله د پوښتنې په ځواب ووئيل هند خپله د كلبهوشن ياديو كېس نړيوال عدالت ته ريفر كړې ٬ وړومبې ئې هند ته د ځواب وركولو موقع وركړې او د دغې نه پس پاكستان ځواب جمع كړې٬ ده ووئېل روانه مياشت پاكستان د هند د ځواب په ځواب كښې ??تمي ځواب جمع كړې خو زمونږ د ټولو تورونو هېڅ ځواب نه دې وركړې شوې۔ ده ووئيل هند نه شي وئيلي چې كلبهوشن ياديو سره ?? حسېن مبارك په نامه پاسپورټ د چرته نه راغلې؟ كه ھغه پاسپورټ جعلي ٶ نو بيا كلبهوشن په دې 17 ځله سفر څنګه كړې؟ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل نوے ډيلي كښې په دې وروستيو كښې ?? ” فري بلوچستان هاٶس” پرانستې پحقله ده په هند زور رواړو چې هند د ملګرو ملتونو د يو ذمه وار غړي په حېث د نورو هېوادونو په كورنيو معاملو كښې ?? لاس وهنې نه ډډه وكړي٬ دا ډول دفترې پرانستل د پاكستان په ضد د هند د ناوړه عزائمو عكاسي ده ۔ وياند ووئيل پاکستان كښې هندي لاس وهنه يو حقيقت دے٬ د كلبهوشن ياديو كيس د پاكستان په ضد د جاسوسۍ او ترهګرۍ واضحه ثبوت دے۔ ده ووئيل هندي هلې ځلې د نړيوالو قواننيو منافي او منطقه كښې ??من او ستحكام لپاره ??طر دې ۔ وياند هند كښې ?? نورينم د غلا په اطلاعاتو د سختو تحفظاتو څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ توقع لرو چې نړيواله ورورولي به د سياسي او تجارتي مفادات شا ته كولو او د نيوكليئر سيكورټي پحقله تحفظات لرې كولو لپاره ??قدامات وكړي۔ د کشمیر پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا په مقبوضه كشمير كښې ?? بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پحقله د هيومن رائټس كونسل د ر??پور توثيق د پاكستان د خارجه پاليسۍ د ټولو لويه كاميابي ده۔ هالېنډ كښې ?? كارټون مقابلې پحقله وياند ووئيل پاكستان په دې لړ كښې په هره كچه احتجاج لپاره ګامونه پورته كړې ۔ وياند ووئيل خارجه وزير عبداللہ حسېن هارون د ډچ مصنف په ضد د اسلامي هيوادونو لخوا د مشتركه كاروائۍ په غرض د او آئي سي عمومي سېكتر ته يوه چيټۍ لېږلې ده۔ ده ووئيل پاکستان د مخكښې نه هم پاكستان كښې ?? هالېنډ سفير ته احتجاج رېكارډ كړے او د اروپائي ائتلاف سفير هم د خپل تشويش نه خبر كړې شوې۔ ده ووئيل د ټولو مسلمانانو جذبات مجروح كوٶنكي ذمه وار دې انصاف سره مخ كړې شي۔ د افغانستان پحقله ده يوې پوښتنې په ځواب وياند ډاكټر فېصل ووئيل د افغانستان شخړې پوځي حل ناكامه شوے او دې څخه د افغان اولس ستونزو كښې ?? كمي په ځائ اضافه شوې ۔ ده ووئيل پاليسۍ كښې ??دلون ٬ د ټولو ډلو د تشدد نه ډډه او د روغې جوړې سره ?? افغان اولس ستونزې لرې كېدې شي۔)