اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرې مېرمن خورشيد بروچا وئيلي دي چې د برهان واني شهادت د كشمير د آزادې په تحريك كښې نوې روح پوكلې٬ نننۍ كشميرې ځوان د خپل پلار نيكه نه زيات د خپلواكې حق ??رل??سه كولو لپاره پوخ عزم لري٬ د كشميريانو عزم ليدلو سره هندي چارواكي په دې تسليم كولو مجبوري دي چې ?? مقبوضه كشمير پوځي حل ممكن ن?? دے٬ هند ته به د مذاكراتو لار خپلول وي۔ هغې دا خبرې د كشميري ځوان برهان مظفر واني د شهادت په ورځ په خپل پېغام كښې وكړې۔ وفاقي وزيرې په خپل پېغام كښې واني ??هي?? ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او وې وئيل چې د نن كشميرې ځوان د برهان واني د ژون?? مقصد ترسره كولو لپاره د اته لكه هندي ځواكونو د ګولو او پېلټ ګنز ځواب په كاڼو وركوي۔ هغې ووئيل چې د برهان واني پشان د زرګونو كشميري ځوانانو عزم ليدلو سره هندي چارواكي په دې تسليم كولو مجبوري دي چې ?? مقبوضه كشمير پوځي حل ممكن ن?? دے او اخر به هم هند ته د مذاكراتو لار خپلول وي۔ هغې ووئيل چې پاكستان به تر هغه وخت د خپلو كشميري وروڼو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې خپل د خپلواكې حق نه وي ??رل??سه كړے۔