اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د عوامي مسلم ??یګ مشر شېخ رشید احمد وئ??لي دي چې كه د عدالت پرېكړه زما په ضد هم راغلې وې نو ما ته به قبوله وه ٬ زه خو نواز شريف نه يم چې د پرېكړې په ضد به چغې وهم چې زه نه منم۔ د شورو په ورځ د سترې محكمې نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل مسلم ??يګ (ن) چا چې د عدالتي پرېكړې نه سياست جوړ كړې ٶ ھغه د ھغوي سي??سي مرګ جوړ شوې څوك چې زما سي??سي مرګ وينې زه د ھغوي سي??سي ژوند ليدل غواړم۔ ده د جون په 22مه نيټه په لياقت باغ كښې په حلقه اېن اے 60 د جلسه كول?? اعلان هم وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د شېخ رشيد د نااهلۍ لپاره درخواست د مسلم ??يګ نون شكيل اعوان دائر كړې او دا تور ئې پرې لګولې ٶ چې شېخ رشيد د كال 2013 په ټاكنو كښې خپلې اثاثې پټې كړې وې ۔ د درخواست سماعت د جسټس شېخ عظمت سعید په مشرۍ كښې درې كسيزه بنچ وكړو او د مارچ په شلمه نيټه ئې د دواړو ډلو دلائل اورېدو نه پس پرېكړه محفوظ كړې وه كومه چې 85 ورځې پس واورولې شوه