اسلام آباد ۔25مئی (اے پی پی) سېنېټ د فاټا په خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو په حقله ائين كښې د 31 م (بدلون) بل 2018ء په اكثريت سره منظور كړې دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د قانون وزير چوهدري محمود بشير ورك په دستور كښې د (بدلون) بل 2018ء قامي اسمبلۍ څخه په منظور كړې صورت د غور كولو تحريك وړاندې كړو۔ د پختونخوا ملی عوامی ګوند پارلماني لارښود سناتور عثمان خان كاكړ او د هغه د ګوند غړو د تحريك په ضد ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ بيا هم وروستو هغوي ايوان ته راغلل او پ?? بل د رايو شمېرې عمل كښې ئې برخه واخسته۔ په بل د ځينې سيا??ي ګوندونو پارلماني لارښودو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ جمعیت علماﺀ اسلام (ف) او د پختونخوا ملی عوامی ګوند د بل مخالفت وكړو۔ د پاكستان پيپلز ګوند ٬ اېم كيو اېم او د جماعت اسلامي لارښودو د بل په مرسته كښې وېناګانې وكړې۔ وروستو چيئرمېن بل منظورۍ له ايوان ته وړاندې كړو۔ 71 غړو د بل حق كښې او 5 غړو پ?? مخالفت كښې رائې وركړه۔ د دغې نه پس چيئرمېن د بل شق وار منظوري د غونډې نه واخسته۔ دې څخه وروستو پ?? بل د حتمي رايو شمېرې ع??ل پېل شو۔ غړو وار په وار رول آف ممبرز لاس ليك كړو او د دغې څخه وروستو د سېنېټ چيئرمېن اعلان وكړو چې 71 غړو د بل په حق كښې او 5 غړو ئې په مخالفت كښې ووټ وركړې۔ دغسې د سېنېټ په درېو كښې د دوو برخو پ?? اكثريت سره بل منظور كړې شو