پېنډۍ 12 اپرېل (اے پي پي) پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي مو??ني هېواد لپاره د ځانونو قرباني وركوٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كوو او د شهيدانو مېندو ته سلام كوٶ٬ د شهيدانو او غازيانو د قربانيو له كبله نن مونږ د پرمختګ په لور روان يو ٬ پاكستان د ترهګرۍ لعنت خاتمه كړې او اوس هېواد د امن او پرمختګ په لار روان دې۔ سر لښكر دا خبرې د زيارت په ورځ د پوځ په مركزي دفتر كښې مو??ني هېواد لپاره د قربانيو وركوٶنكو شهيدانو د كورنيو په درناوي كښې دستوره ته كړې۔ د آئي اېس پي ار له مخې ده ووئيل مو??ني هېواد لپاره قربا??ني وركوٶنكي شهيدان زمونږ اصل اتلان دي او هېواد كښې امن د دوي په سوب راغلې ٬ كوم قامونه چې خپل اتلان هېروي ھغوي ختم شي٬ دې لپاره مونږ د شهيدانو د كورنيو بشپړه خي??ل ساتلو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان د سخت وخت نه رابهر شوې خو د دې باوجود ځينې خلق د هېواد په سلامتيا پسې لګېدلي٬ تر څو چې د پوځ په شا قام ولاړ دے د هېواد حفاظت به باوري كولې شي ځكه ??ې پاك پوځ د نړۍ بهترين پوځ دے او مونږ هم د شهيدانو په سوب امن ترلاسه كوٶ۔ شهيدانو ته پېرزوئنې وراندې كولو لپاره عسكري چارواكو او د شهيدانو كورنيو ګډون وكرٶ۔ په دستوره كښې د شهيدانو كورنيو او غازانو ته اعزازونه وركړې ش??ل چې پكښې 32 افسرانو ته ستاره امتياز ملټري٬ دوه افسرانو ته تمغه جرات او 33 ځوانانو ته تمغه بسالت وركړه شوې او دغسې څلورو چارواكو او ځوانانو ته يو اېن مېډال وركړې شول ۔۔(ض ض/ګ ل/وس/2212)