اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي 2013ء نه تر اوسه سعودی عربستان كښې بيلو جرمونو كښې 66 پاکستانیان په سولۍ كړې شوي، 1337 پاکستانیان ??ه ریاض او 1580 د جدې په زندانونو كښې بنديوان پراته دي، د پاکستان سفارت او قونصلېټس د سعودی زندانونو كښې ټولو بنديوانو له تر قونصلر كچې رسنه وركوي۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د سناتورانو ثمینه سعید، عتیق شیخ او اع??م سواتی د پوښتنو په ځواب ده ووئيل 2013ء ك??ې 10، په 2014ء ك??ې 13، په 2015ء ك???? 14، په 2016ء ك??ې 7، په 2017ء ك??ې 14 او په 2018ء ك??ې 8 پاکستانیان د نشه ائي توكو په جرمونو ، عصمت دری او قتل جرمونو كښې په سولۍ كړې شوي۔ ده ووئيل سعودی كښې د پاکستان سفارت او قونصلېټس د سعودی زندانونو كښې ټولو بنديوانو له تر قونصلر كچې رسنه وركوي۔ د ځائې قواعدو او ضوابطو له مخې يواځې د سعودی وکيلانو له په ځائې عدالتونو كښې د وړاندې كيدو اجازه ده